ټولنه

دايټاليا کوپريشن دهرات ولايت دپرمختيا دبهير دګړندي کولو لپاره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٢ : دايټاليا کوپريشن ددفتر مرستيال او دافغانستان په لويديځ کې ددغه مرکز ساحوي رييس چې دهرات دوالي سيدفضل الله وحيدي سره يې کتلي دي وايي ، چې په راتکوونکو ورځو کې به دهرات ولايت دڅو کيلومتره واټ دقير کولو تړون چې دايټاليا کوپريشن په مرسته ترسره کيږي لاسليک شي . ويکتوريا روشا دهوايي ډګر دپراختيا داړوندو چارو ډاډ هم ورکړ او زياته يې کړه چې دهرات دهوايي ډګر زړه ودانۍ چې دبيارغاونې په حال کې ده ډير ژر ګټې اخيستنې ته سپارل کيږي. ده دغه راز ټينګار وکړ چې هېواد يې دښار دحلقوي واټ دجوړولو دطرحې علاقمند دى او ډير ژر به دغه پروژه نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې شي . دهرات ښار حلقوي واټ چې ديرش کيلومتره اوږدوالى لري داسلام قلعه له واټ څخه پيليږي . ديادونې وړ ده چې ټاکل شوې ده چې دايټاليا دمرستو يوه برخه له دې وروسته دايټاليا کوپريشن دموسسې له خوا په هرات ولايت کې ولګول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته