پيښور ډي ډان کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٧ نيټه :
په باجوړ اينجسۍ کې په يوه واټ کې د ښخ کړاى شوي بم د چاودنې له امله پنځه تنه ووژل شول.
باختر آژانس د پاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ :
په دې چاودنه کې چې د ريموټ کنترول په واسطه ترسره شوه، سيمه ييز تحصيلدار فوادعلي د ماليي د راټولولو له څلورو تنو نورو مامورينو سره ځاى پرځاى ووژل شول.
دغه چاودنه په مامون ښارګوټي کې د باجوړ ايجنسۍ د مرکز په پنځه ويشت کيلومترى واټن کې ترسره شوه.
پاى شکريه ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ