سیاست

دملي وحدت دحکومت دکابينې غونډه جوړه شوه .

کابل باختر دسلواغې اوولسمه :
د ملي وحدت دحکومت  دکابينې غونډه دکلام الله  مجيد دڅو مبارکو ايتونو په لوستلو سره دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني  په مشرۍ دروان کال دسلواغې دمياشتې په شپاړلسمه  نيټه دپنجشنبې په ماښام دجمهوري رياست  په ارګ کې جوړه شوه .
دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر باختراژانس  ته خبر ورکړ.
لومړى دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس  دکابينې  په غونډه کې  داتو تنو نويو وزيرانو ګډون  ته  ښه راغلاست  وويل  او دلوى خداى  ( ج )  له دربار څخه يې په  اړوندو چارو کې ددوى د لازياتو برياليتوبونو هيله وکړه .
ورپسې  دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې ، دکابينې داتو تنو نويو وزيرانو دتاييد دراى په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت  دولسي جرګې له غړو څخه دمننې  په څرګندولو سره  هيله وکړه چې دملت محترم استازي  په راتلوونکي پړاو کې دکابينې دغړو په  بشپړولو کې خپل ملي  رسالت ترسره کړي .
له اجندا سره سم دعدليې وزارت سرپرست  دهيواد سرحدي ګمرکونو کې دبې نامه پيسو اسعارو اودمعاملې وړسندونو دليږدونې دکنترول او راپور ورکولو دمقررې طرحه غونډې ته وړاندې  کړه او څرګنده يې کړه  چې دغه مقرره دې دپيسو دسپينولو او دهغو له جرمونو څخه درامنځته  شويو عوايدو دمخنيوي دقانون دتحقق  په لاره کې  په  دوو  فصلونو  او اوولسو مادو کې  برابره شوې ده اومهم  هدفونه يې دهيواد په هوايي  ډګرونو او بندرونو کې دبې نامه پيسو  ،اسعارو او دمعاملې  وړ سندونودليږدونې دمجازې اندازې ټاکنه ده .
  دافغانستان  داسلامي جمهوريت  کابينې  له هر اړخيزو خبرو وروسته  دغه مقرره په اصولوکې تصويب کړه اودماليې وزير ، دعدليې وزارت سرپرست ، دافغانستان  داسلامي جمهوريت دملي اقتصاد سلاکار  اودافغانستان بانک رييس يې موظف کړل چې دغه مقرره  دې دغونډې  له يادونې سره  سمه بيا وڅيړي بشپړه کړي او پړاونه يې ووهي .
ورپسې دعدليې وزارت سرپرست دامنيتي تصدي داساسنامې دځينو مادو دتعديل او زياتوالي طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې دتصويب  وړ وګرځيده .
وروسته دپلټنې دعالي ادارې رييس د ١٩٩٢ کال دقطعيې  مفصل رپوټ  له نواقصو اونيمګړتياو سره  يې غونډې ته وړاندې کړ اوزياته يې کړه چې د ١٣٩٢ کال په بهيرکې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت له ملي بودجې څخه ټولې ١ر٢٧٨مليارده افغانۍ لګولې دي له دې جملې څخه په عادي برخه کې څه دپاسه ٩ر١٩٧مليارد افغانۍ اوپه انکشافي برخه کې ١٥٢ر٨٠ مليارد افغانۍ دي ، له بله  پلوه دهمدې کال په بهير کې له کورنيو منابعو څخه ټول عوايد٣ر١٠٩ مليارد افغانۍ  ښودل شوي چې  په سلوکې  نږدې ١٣ر٩ ناخالص کورنى توليد احتوا کوي او ددغې ادارې  ډير مهم ټکى په دې ډول خلاصه کيږي .
  دقطعيې په وړاندې کولو کې ځنډ ،  دسندونو اومعلوماتو په وړاندې کولو کې بې پروايي ، دناسمو پروګرامونو له مخې  دبودجې  برابرول ،  له  ممنوعه فصلونو  څخه  تعديلات  ، دنيمايي کال له څيړنې وروسته له انکشافي بودجې څخه عادي بودجې ته دزياتو پيسو ليږدونه  ، دبودجې  داجرا کولو داصولنامې  پرخلاف  دحکومت دځينو  بودجوي  واحدونو دتشکيل په سقف کې  زياتوالى ، دپيشکيو په ارقاموکې دتوپير شتون ، دتمويل په ډول دپيسو په تصفيه کولو کې  دځينو بودجوي  واحدونو کمه پاملرنه  په خپل وخت دليتراف کريدتونه  تصفيه کول او په خپل وخت دورکړاى  شويو پيسو  تصفيه کولو ته نه پاملرنه ، دانکشافي بودجې دزياتې فيصدي نه لګښت ، دبودجې په سند کې دپولي مدرک له لرلو پرته دځينو پروژو  ثبت ء د ١٣٩٢ کال دعوايدو دپلان  نه برابرول ،  دمجموعي شمير په پرتله  دګمرګاتو دپلان دارقامو په جز کې دزيات توپير شتون او دکورنيو  عوايدو په تحقق کې د زيات کسر شتون .
  دغه راز دوى په خپل وخت دماليې له وزارت سره ددولتي ارګانونو او ولايتونو نه همکارۍ ،دتواقصو او نيمګړتياو په لرې کولو کې  دوزارتونو  اوددولتي ادارو نه پاملرنه  دقطعيې په اړوند دولسي  جرګې دغړو غير مسلکي چلند او په ولسي جرګې  کې دعامه حساباتو د کميسيون  نشتوالى هم دستونزو او چلنجونو له جملې څخه ياد کړل .
په همدې ترتيب  دپلټنې دعالي ادارې  رييس دستونزو دلرې کولو په مقصد ، يولړ پيشنهادونه غونډې ته طرحه کړل چې دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې دوړاندې شويو ييشنهادونو په پام کې نيولو سره په دې ډول  پريکړې  وکړې .
_ دپلټنې  عالي اداره مکلفه ده چې په دوو ورځوکې دې دوزارتونو او ددولتي ادارو ستونزې ، چلنجونه او نواقص  په تفکيک سره اړوندو وزارتونو او ادارو ته وليږي .
_  وزارتونه او دولتي ادارې موظفې دي چې ددريو اوونيو په دننه کې دې دنواقصو دله منځه وړلو په لاره کې  اقدام وکړي  او نتيجه يې په رسمي ډول دماليې وزارت او دپلټنې عالي ادارې ته وليږي اودخپلو اجرااتو په باب دې  دجمهوري رياست دچارو دادارې لوى رياست ته ډاډ ورکړي .
_  وزارتونه او دولتي ادارې دې خپل  يومتخصص کارکوونکي په سمه توګه او هراړخيز ډول دقطعيې دبرابرولو په مقصد په رسمي ډول  دماليې وزارت او دپلټنې عالي ادارې ته معرفي کړي .
_ دماليې وزارت دې دوزارتونو او دولتي ادارو په همکارۍ دپلټنې دعالي ادارې له خوا  دطرحه شويو نواقصو په پام کې نيولو سره  د١٣٩٢ کال قطعيه  تصحيح  اوله دغې ادارې  سره دې همغږې کړي .
_ دماليې وزارت او دپلټنې عالي اداره  موظف دي چې د مجربو او متخصصو اشخاصوپه ګډون  دقطعيې دڅيړنې دکميسيون   دجوړولو ګډ وړانديز دجمهوري رياست مقام ته وړاندې کړي .
_ وزارتونه او دولتي ادارې دې دخپلې اړتياوړ قراردادونه دهيواددنافذوقوانينوله مخې لاسليک کړي او قراردادي ته دپيشکي  پيسو له اجرا کولو او له يوه قراردادي سره دڅو قراردادونو له لاسليک کولو او په خپلو قراردادونوکې ديوې کميټې له انحصار څخه ډډه وکړي او دقرارداد له شرط پاڼې سره سم دې داجناسو په تسليمولو اقدام وکړي .
_ دافغانستان  داسلامي جمهوريت دملي اقتصاد  سلکار موظف دى  چې دماليې وزارت اودپلټنې  دعالي ادارې په همکارۍ  وزارتونو او دولتي  ادارو ته  ددولت دقطعيې  دبرابرولو او جوړولو په خاطر لارښودونکې  طرحه برابره کړي او ديو سيمينار په ترڅ کې دې هغه دمالي  برخې کارکوونکو ته ور زده کړي .
_  دماليې وزارت او دپلټنې  عالي اداره موظف دي چې دوارتونو او ددولتي ادارو دداخلي  پلټنې  کاري ظرفيت دکاري سيمينارونواو غونډو له لارې لوړ کړي .
داجندا په يوه بله  برخه کې  دافغانستان  دځمکې دادارې لوى رييس دځمکه والۍ دچارو دلاښه  تنظيم په لاره کې  ددغې ادارې دهدفونو ، فعاليتونواو ظرفيتونو په باب غونډې ته مفصل معلومات واندې کړل  او ددغې ادارې دکاري برخې  مهمې ستونزې او چلنجونه يې په دې ډول په ګوټه کړل .
دادارې دکاري حجم له مخې دبشري منابعو دکمي اوکيفي ظرفيت نشتوالى ، داړوندو اداروترمنځ دهمغږۍ نشتوالي ، دستراتيژيکي پلانونو دتطبيق په مقصد په کافي  بودجې نه لاسبري  ددولتي ځمکو په ساتنه ، استرداد او غصب  په مخنيوي کې د قانون دتنفيذ ، عدلي او قضايي ارګانونواو دولايتونو دواليانو نه همکاري ، ددولتي ځمکو په برخه کې دښار جوړولو  دچارو ، ملي دفاع  او دکورنيو چارو دوزراتونو او دښارواليو غير قانوني اجراات او استفاده او په اجارې  ددولتي ځمکو دورکولو په برخه کې دماليې وزارت موازي اجراات .
دوى دستونزو دلرې کولو ، ددولتي ځمکو دغصب دمخنيوي اواسترداد په مقصد  دعدلي او قضايي  او دقانون دتنفيذدارګانونو جدي همکارۍ ، دکوچنيانو  دميشت کولو، دلس کلن پروګرام او پلانونو دتطبيق په برخه کې  ددولت سياسي ملاتړ . دځمکه والۍ دچارو دتنظيم په اړونددزياتواو موازي منابعو له منځه وړل ، په هيواد کې دځمکې دخاوندانواو دځمکه والي دمعلوماتو وړاندې کول او په ځينو  نافذو قوانينوکې تعديل غونډې ته پيشنهاد کړل .
دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې له هراړخيزو خبرو وروسته داسې پريکړه وکړه .
_ دافغانستان دځمکې خپلواکه اداره موظفه ده چې ددغې ادارې دکمي اوکيفي  ظرفيت دلوړولوپه اړوند خپل مشخص پيشنهاد دجمهوري رياست مقام ته وړاندې کړي .
_ دعدليې وزارت دې دافغانستان دځمکې دخپلواکې ادارې داړتيا وړ قوانينو دتعديلاتو دپيشنهادي  طرحې په برخه کې اقدام وکړي .
_ کورنيو چارو وزارت دې دوزيرانو شورا له پخوانيو پريګړو سره سم دځمکې دخپلواکې ادارې په همکارۍ دهيوادپه ګوټ ګوټ کې په جدي توګه ددولتي ځمکو دغصب مخه ونيسي او دغصب شويو ځمکو په استرداد کې دې بيړنۍ اقدام وکړي .
_  دماليې وزارت  موظف دى چې ددغه وزارت او له اړوندو مستوفيتونو څخه دملکيتونو دسندونو دمخزن  کاپي برابره  او دافغانستان دځمکې خپلواکې ادارې ته دې وليږي .
_ دماليې وزارت دې داړوندو وزارتونو په همکارۍ ددولتي تصديو ترکنترول لاندې ځمکو اندازه مشخصه  او له هغو څخه داستفادې څرنګوالى دې برابر او دجمهوري رياست مقام ته رپوټ وړاندې کړي .
دغونډې دکار په دوام ، دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې د  انکشافي  پلانونو دغه تحقيق  دستونزو او دانکشافي  پروژو دکار دګړندي کولو په باب دټاکلي ميکانيزم د جوړولو او ددولت دعوايدو دزياتوالي په اړوند هراړخيزې  خبرې وکړې او داسې پريکړه يې وکړه .
  _  وزارتونه او دولتي ادارې مکلفې دي چې په کمي او کيفي لحاظ  د ١٣٩٣ مالي کال دخپلوانکشافي پروژو دنه تحقق دلايل  مشخص او دماليې او اقتصاد وزارتونوته  دې وليږي _
  _ دماليې وزارت دې داقتصاد وزارت په همکارۍ دانکشافي پروژو دکار دچټکتيا په باب ټاکلى اوموافقه شوى ميکانيزم برابر او دجمهوري رياست دچارو دادارې لوى رياست ته دې وليږي .
_ دجمهوري رياست دچارو دادارې لوى رياست موظف دى چې وزارتونو ، دولتي ادارو ، ولايتونواو ولسواليو ته دانکشافي پروژو دتحقق دڅرنګوالي دراپور ورکولو فورم برابر کړي
_ وزارتونه او دولتي ادارې موظفې دي داړوندو پروژو دکمي او کيفي کار دپرمختک رپوټ په اوونيز ډول دجمهوري رياست دچارودادارې لوى رياست ته وليږي  .
دغونډې په پاى کې دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې په ټينګار سره دماليې وزارت ته دنده وسپارله چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دکابينې د ١٣٩٣ کال دلړم دمياشتې دڅوارلسمې نيټې دڅلورمې ګڼې  مصوبې  دڅلورمې فقرې له صراحت سره سم ددولت دعوايدواو دنويو عايداتي منابعودزياتوالې په اړوند هراړخيزه طرحه برابره او دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې ته دې وړاندې کړي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته