امنیت

يو ميزاييل او دوه ماينونه کشف شول.

کابل- باختر د مرغومې دمياشتې ٩
دملي پوليسو استخباراتي ځواکونو نن د ميدان وردګو او د بادغيس په ولايتونو کې د دريو ترورستي بيښو مخه ونيوله.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
يو ميزاييل چې دتروريستانو له خوا دميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې ځاى پرځاى شوى و دملي پوليسو داستخباراتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شو.
دغه راز دملي پوليسو استخباراتي ځواکونو دوسايطو ضد دوه ماينونه چې نوى دتروريستانو له خوا د بادغيس ولايت په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شوي و کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته