ټولنه

په کونړ کې د بارانونو او واورو له امله ۲۵۷ کورونه ویجاړ شوي دي

اسعد اباد/ باختر/ د کب ۱۳ مه
د کونړ ولایت د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د وروستیو ورښتونو له امله ۲۵۷ کورونه ویجاړ شوي او یو کس هم پکې وژل شوی دی.
د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس غلام علي ثبات نن دوشنبه د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته ویلي چې د تېرې اونۍ بارانونو او واورې ولسونو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
ثبات وايي چې په دغو ورښتونو کې د یو تن د وژل کېدو سربېره ۲۵۷ کورونه ویجاړ شوي چې ۱۷ پکې په بشپړ ډول ړنګ شوي دي.
هغه وايي : سروې اوس هم جریان لرې او کیدای شي چې د زیانمنو شویو کورنیو شمېر نور هم زیات شي .
ثبات زیاتوي چې زیانمنو شویو کورنیو ته یې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې چمتو کړي چې نن يې د سرې میاشتې او د دغې ادارې له لوري د وېش لړۍ پیل شوې ده.
په ورته وخت کې د کونړ د سرې میاشتې رئیس ګل محمد فضلي وايي : په دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته یو یو ترپال ،۷ کمپلې ،د پخلنځي توکي،د ماشومانو لپاره د ژمي کالي او نور مواد ورکول کېږي.
وروستیو ورښتونو نه یوازې په کونړ کې لسګونه خلک زیانمن کړي بلکې د هېواد په زیات شمېر سیمو کې یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته