نړۍ

دپاکستان دتحريک انصاف ګوند به له طالبانو سره د دغه هيواد دحکومت د سولې په خبروکې ګډون وکړي

اسلام اباد باختر د کب شلمه :
د پاکستان دتحريک انصاف ګوند به دحکومت او دپاکستاني طالبانو دتحريک په خبروکې برخه واخلي او د خيبر پښتونخوا له ايالت څخه ګلزارخان يې د استازي په توګه دسولې کميټې ته معرفي کړى دى.
باخترآژانس دپاکستان دډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ: ددغه هيواد حکومت تېره مياشت ددغې کميټې کار له هغه وروسته وځنډاوه چي وويل شول دکميټې غړي دکورنيو چارو د وزير، د اردو او د استخباراتو دجکپوړو مقاماتو او د خيبر پښتونخوا ايالت دګورنر او اعلي وزير  په ګډون ديوه قوي ټيم په توګه له پاکستاني  طالبانو سره په مستقيمو خبروکې برخه اخلي .
عمران خان له طالبانو سره دخبرو پلوى دى او تل يې ويلي دي چې پوځي عمليات ستونزې نه شي حل کولاى .
دپاکستاني طالبانو له تحريک سره د دغه هيواد دحکومت خبرې دطالبانو له خوا ددغه هيواد د درې ويشتو تنوسرحدي مليشو له وژل کيدو وروسته وځنډول شوې او وروسته دغې ډلې يو مياشتنى اور بندنافذ کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته