امنیت

دخوست موزيم ته دافغانستان ددوو تاريخي مجسمو سپارل

کابل  باختردکب  دمياشتې  ٥ :
دافغانستان دوه تاريخي  مجسمي دخوست موزيم ته وسپارل شوې .
دغه  اثار کله چې ټاکل شوې وه له افغانستان څخه بهر ته قاچاق شي دخوست دولايتي شورا دپخواني رييس تاج علي صابر له خوا وپيژندل شول او موزيم ته وسپارل شول.
ددغو ډبرنيو مجسمو لرغونيت يوزرو اووه سوه کلونو دکوشانيانو په دورې پوري اړه لري.
دخوست  دولايتي شورا پخواني رييس باختراژانس ته وويل دافغانستان دغه تاريخي  اثار  له هغو کسانو څخه  چې غوښتل يې دغه اثار له هيواد څخه بهير ته قاچاق کړي پيرودلي دي.
په افغانستان کې دتيرو ديرشو کلونو جګړو په بهيرکې  زياتره  تاريخي اثار له موزيمونو اولرغونو ساحو څخه دوسله والو ډلو او قاچاق وړونکو له خوا لوټ کړي شوي دي.
په همدې حال کې دخوست دموزيم  مسوول حبيب مندوزى له خلکو څخه وغوښتل   دتاريخي اثارو په بيرته ستنولو کې چې دافغانستان دملي هويت ښکارندوى دى هلې ځلې وکړي.
دخوست  ملي موزيم لس کاله مخکې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا جوړشو دوړاندې شويو شميرونو له مخې په دې موده کې دافغانستان درې سوه پنځوس  تاريخي اثار دامنيتي ځواکونو اوفرهنګيانو هيوادوالو له خوا دغه موزيم ته سپارل شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته