امنیت

اووه ملکي وګړي په تخارکې شهيدان شول

 کابل / د غبرګولي ٢٩ مه / باختر
اووه ملکي وګړي نن له غرمې مخکې د تخار په يوه جومات کې په چاودنه کې شهيدان شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالخليل اسير رسنيو ته وويل چې د دغه ولايت د اشکمش ولسوالۍ د زاړه ښار په يوه جومات کې ٧ کسان په چاودنه کې شهيدان او ٨ نور يې ټپيان شول.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه چې تراوسه د دغې چاودنې ډول معلوم نه  دى.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته