روغتیا

په فاریاب کې د نسایي او ولادي روغتون انتظارخونه پرانيستل شوه

کابل/ د تلې ١٤مه/باختر
د فاریاب د نسایي او ولادي روغتون انتظارخونه نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د فاریاب د عامی روغتیا رییس محمد نعیم مصمم باختر آژانس ته وویل چی دغه انتطار خونه د دولت له پرمختیایي بودجې څخه د څه دپاسه ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړېږی.
خبرځای زیاته کړه: په دې انتظارخونه کې ٣٠٠ تنه ځاييږي چې له دې مخکې ناروغ لرونکو له ستونزو سره مخ وو.
د فاریاب والي نقیب الله فایق د نسایي او ولادي روغتون دغه انتظارخونه پرانيستله.
هغه د دغې ودانۍ د پرانيستلو په وخت کې وویل چې په نږدې ورځوکې د فاریاب په ۱۴ولسوالیوکې د څو جوماتونو د جوړولو کار هم پیلیږی.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته