کابل باختر دوري دمياشتې ١٣ نيټه :
د هېواد د ځوانانو دتکواندو ټيم لوبغاړي د بوينس آيرس د المپيک په لوبو د ونډې د ترلاسه کولو په موخه تونس ته روان شول.
د باختر آژانس دخبرله مخې ؛ دغه سيالۍ د ځوانانو د بين القاره يي اتلوليو او په بوينس آيرس کې دځوانانو دالمپيک په لوبو کې د ونډې دترلاسه کولو په موخه ترسره کېږي.
دغه سيالۍ د روان کال د وري د مياشتې له ١٧ څخه ٢٤نيټې پورې په تونس کې ترسره کېږي .
د افغانستان د تکواندو په ملي ټيم کې لس تنه لوبغاړلي او ٥ تنه ښوونکي شامل دي. پاى ذکرالله
1 د یوې دقیقې څخه لږ