سرپل باخترلړم د مياشتې ١٠ نيټه :
د روان کال په بهيرکې په سرپل کې څه ناڅه زرو تنو بېوزلو ښځو ته کوچني کورني بڼونه جوړ شوي دي.
د سرپل ولايت د کرنې او اوبو لګولو رياست د بڼوالۍ د ملي پروژې مسوول ډاکتر کنشکاحميدي باختر آژانس ته وويل: دغه بڼونه د دغه ولايت په مرکز او د سانچارک، سوزمه قلعه او صياد په ولسواليوکې د دغې ادارې د بڼوالۍ د برخې له خوا يو زرو درې سوه بېوزلو ميرمنو ته جوړ شوي او دغه راز دوى ته د زراعتي او بڼوالۍ د محصولاتو د انډي کولو لپاره نهه ديرش قلمه زراعتي وسايل او اصلاح شوي تخمونه په پا م کې نيول شوي دي.
د سرپل ولايت يوې بزګرې ميرمن رحيمي دکرنې او اوبولګولو وزارت له خوا د کرنيزو ژمنو د برابرولو له امله قدرداني سره وويل: له دې لارې زموږ اقتصادي حالت ښه شوى دى.
0 1 دقیقه لوستل