کابل باختر د غبرګولي يو ويشتمه :
دوه تنه دداعش په ډله کې دغړيتوب په تور په ننګرهارولايت کې ونيول شول
دغه کسان چې ورونه دي پرون دملي امنيت دمامورينو له خوا دبهسودو ولسوالۍ دکاريز کبير په ساحه کې دځانګړو عملياتو په بهير کې ونيول شول
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې نيول شويو کسانو دننګرهار ولايت دهسکې مينې او دچپرهار دولسواليو په مربوطاتو کې په څو ډار اچوونکو پيښو کې برخه لرله .
شاهد الله او واقب اعتراف کړى دى چې دوه کاله مخکې يې دداعش دډلې غړيتوب ترلاسه کړى دى او تراوسه پورې يې په ننګرهار کې په پوځيانو او ملکي وګړو څوبريدونو کې ګډون کړى دى .
17 د یوې دقیقې څخه لږ