ټولنه

دلګښت کوونکې دملاتړ نړيواله ورځ ونمانځل شوه .

کابل باختر دکب نهه ويشتمه :
دلګښت کوونکې دملاتړ نړيواله ورځ  نن دلومړى ځل لپاره په هېواد کې ونمانځل شو  چې  څه موده مخکې  ديو فرمان په صادرولو سره  دلګښت کوونکې دملاتړ قانون توشيح  شو .
دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې ، دلګښت کوونکې دنړيوالې ورځې درناوى هغه هم په هېواد کې دلومړى ځل لپاره او دلګښت کوونکې دملاتړ دقانون توشيح کول دمستهلک او وړاندې کوونکې په وړاندې روښانه هيلې ټوکولى دي.
ددغه قانون له مخې لګښت کوونکې حق لري دجنس دکيفيت په نسبت شکايت  وکړي هغه څه چې تر نن ورځې پورې نه توليدونکي او نه هم واردونکي هغه ته فکر کړى دى .
زيات مالونه چې دښارونو په بازارونو کې وړاندې کيږي ښه کيفيت نه لري او دلګښت کوونکې شکايت تراوسه پورې کوم ځاى نه دى نيولى خو اوس لګښت کوونکې کولى شي شکايت وکړي .
   دځينو په باور دغه موضوع دهېواد بازارونو ته دبې کيفته  مالونو دواردولو  مخه نيسي .
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه لومړى دسوداګرۍ  وزارت معين  محمد قربان حقجو  خبرې وکړې او ويې ويل  ددغه قانون له مخې لګښت کوونکې  حق لري  دلګښتي توکو  دکيفيت  له امله شکايت وکړي ، دمالونو په اعلانونو دانتقاد ګوټه کيږدي .
دده دڅرګندونوله مخې  دغه قانون دسرغړونکې سزا ټاکلې ده دسوداګرۍ وزارت دودې ، سيالۍ او دلګښت کوونکې دملاتړ رييس  ډاکتر حفيظ الله  ولي رحيمي  دلګښت کوونکې دملاتړ او دلګښت  کوونکې دملاتړ دنړيوالې ورځې په باب  خبرې وکړې .
په همدې  ترتيب  دحقوق  پوهانو دټولنې او دمدني ټولنې استازو هم په دې غونډه کې  وينا وکړه .
دلګښت کوونکې  دملاتړ نړيواله ورځ دلومړى ځل لپاره  په ١٩٦٢ کال کې په امريکا کې ونمانځل شوه او له هغه وروسته نورو هېوادونو ته پراخه شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته