کابل باختر د لړم نهمه :
دوسله والو طالبانو دډلې يومشهور قوماندان دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې ووژل شو .
دوسله والو طالبانو دډلې په دغه قوماندان چې په شينډنډ ولسوالۍ کې د زياترو تروريستي او ورانکارو بريدونو مسوول و، دشينډنډ ولسوالۍ دعزيز اباد په سيمه کې دمير حيدر په کوڅه کې دظفر قول اردو دلومړي لوا دشپږم کندک د ځواکونو په عمليات کې بريد وشو .
په دې نښته کې ملا ابوذر ووژل او دده دوه تنه ملګري ټپيان شول او يوه کلاشينکوف هم دملي اردو دځواکونو لاس ته ورغلى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ