امنیت

معلول پوليس : که چيري بيا روغتيا ترلاسه کړم دپوليسو له ليکو سره يوځاى کيږم .

کابل باختر د مرغومي لسمه
  دکورنيو چارو وزير نن په کابل کې دپوليسو له يو معلول سرتيري سره وکتل او نغدي مرسته يې ورسره وکړه .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: دکورنيو چارو وزير لوى پاسوال غلام مجتبي پتنګ  دپوليسو له يو سرتيري  سره چې پخوا په واټ کې دښخ کړاي شوي ماين دچاودنې له امله معلول شوى دى وکتل او له ده او کورني سره يې دخواخوږي دڅرګندولو په ترڅ کې دده دسرښندنې له امله  قدرداني وکړه او دنغدو پيسو مرسته يې ورسره وکړه .
دکورنيو چارو وزير په هغې کتنه کې چې دکابل ښار په  شپاړسمه ناحيه کې دپوليسو له يوه سرتيري عبدالشکور سره وکړه دده په کورني شفقت او مهرباني وکړه او په هيواد کې دامنيت دتامينولو په لاره کې يې دعبدالشکور سرښندنې او هلې ځلې وستايلې او ويې ويل  چې دپوليسو سرتيري هره ورځ دامنيت دتامينولو او خلکو ته دهوسا ژوندانه دشرايطو  دبرابرولو په لاره کې دهيواد دسولې او ثبات له دښمنانو سره مبارزه کوي او په دې لاره کې يې ځلانده کارنامې پريښي دي اوزياتې قرباني يې ورکړي دي .
عبدالشکور دپوليسو يو سرښيندونکي پوليس دى چې څلور کاله مخکې دسپرلۍ موټر يې دکابل او ميدان وردګوپه لاره کې په واټ کې په ښخ کړي شوي ماين وخوت او ټپي شو .
  دى چې په دې پيښه  کې سخت زيانمن شوى دى وايي که چيري روغ شم بيا دهيواد دملي پوليسو له ليکو سره يوځاى کيږم او دهيواد اوخلکو ددښمنانو په وړاندي به مبارزه وکړم .
دکورنيو چارو وزير لوى پاسوال غلام مجتبي پتنګ  دپوليسو مسوولو مرکزونو ته لارښوونه وکړه چې  دپوليسو  دشهيدانو دوارثانو  او دټپيانو حقوق او امتيازونه په ټاکلي وخت اجرا شي او په ځانګړي  توګه دعبدالشکور دڅلور کلنو معاشونو داجرا کولو او له هيواد څخه په بهر کې  دده او دده  دميرمنر دعلاج او درملنې په  اړونداودده دټولو ستونزو دحل کولو په لاره کې مربوطو مسوولينو ته  په ټينګار سره لارښوونې وکړې .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته