امنیت

څوتنه وسله وال طالبان په سروبي کې دهاوان د ماين دتوغولو په وخت کې ووژل شول

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
شپږ تنه په انتخاباتوکې دتقلب په اړوند دپوليسو له خوا ونيول شول
دکورنيوچارووزارت مطبوعاتي دفتردباختراژانس خبريال ته وويل دهيواد دملي پوليسو ځواکونو نن دراي ورکولو دبهير له پيل څخه تراوسه پورې شپږ تنه دانتخاباتو په بهير کې دتقلب په اړوندنيولي دي .
په نيول شويو کسانوکې دميدان وردګو ولايت دسيد ابادولسوالۍ  دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير اوددغه ولايت دملي امنيت يو کارکوونکي هم شامل دي .
  له بلې خوا يوځانمرګي يرغلګر نن سهار کله يې چې غوښتل د فارياب ولايت دشيرين تګاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې ځانمرګي بريد ترسره کړي دپوليسو له خوا  ونيول شو.
د  يوبل خبر له مخې څو تنه وسله وال طالبان هغه وخت دسروبي په تيزين سيمه کې ووژل شول چې غوښتل يې داستوګنې په سيمو دهاوان ډزې وکړي  خو دهاوان ماين په دوى  وچاوديد .
ديادونې وړ ده چې دپاکستان سرحدي ځواکونو دخپلو سرحدي سرغړونو په دوام يوځل بيا دکونړ ، نورستان او دپکتيکا دولايتونو په سرحدي سيمو راکټي بريدونه کړي دي .
دکورنيو چارووزارت دپاکستان دسرحدي ساتونکو دغه په ډاګه  سرغړونې  غندي او دهغوى د سملاسي  بنديدو غوښتنه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته