روغتیا

د کرونا پر خلاف مبارزه سیمه ییزه او نړیواله همغږي غواړي

کابل / د غويي ۱۶ مه / باختر
کرونا که د چین له ووهانه پيل شوه، خو نن د نړۍ ټول هېوادونه ګواښي او دا ګواښ دومره جدي او خطرناک دی چې نه جغرافیه او دولتي پولي پېژني، نه دین او مذهب پېژني، نه د پوټکي رنګ پېژني او نه د چا د سیاسي او اقتصادي سیاست پروا لري. کرونا ټولو ته ستر ګواښ دی او پر خلاف یې مبارزه د ټولو همکاري او همغږي غواړي.
د باختر آژانس مفسر د کرونا پر خلاف مبارزې لپاره د سیمه ییزې اونړیوالې همغږۍ اړتیا ته کتنه کړېده او لیکي:
هېڅ هېواد که هرڅومره پياوړی نظام اوغښتلی اقتصاد ولري، نه شي کولای په یوازې ډول د کرونا پر خلاف مبارزه وکړي. د دې خبرې ښې بېلګې امریکا، جاپان، جرمني، چین او نور ډېر پرمختللي صنعتي هېوادونه دي. په امریکا کې چې د نړۍ ترټولو پياوړی اقتصاد لري او پر ځان بسیا روغتیایي نظام لري، د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله د خلکو مرګ ژوبله په  کې لوړه ده او هغه هېواد له ټولوهڅو او کوښښونو سره سره لا نه دی بریالی شوی چې د کرونا ویروس د خپرېدا مخه ونیسي او د ناروغانو درملنه وکړي. دا پاتې راتلل یو پيغام لري او هغه دا دی چې هېڅ هېواد له نورو سره له همکارۍ او همږۍ پرته د کرونا پر خلاف د سختې اوستونزمنې مبارزې پیټي ته اوږه ورکولی نه شي.
هېوادونه  په سیمه ییزه او نړیواله کچه باید د کرونا پر خلاف مبارزه کې همکاري او همغږي رامنځ ته کړي. دا همغږي باید لاندې  اړخونه راونغاړي:
لومړی، د معلوماتو راکړه ورکړه. له بده مرغه له هغه مهاله چې کروناویروس په خپرېدو شو، نو ورسره جوخت د ډول ډول آوازو او ډنډورو بازارهم ښه تود شو. ډېره موده تور چای په ټولنیزو شبکو کې کښته پورته کېده، بیا د خاکشیر او سیاه دانې او نورو  او نورو ډنډورو زور واخیست. څرګنده خبره ده چې په دغه راز بحراني حالاتو کې خلک معلوماتو ته اړتیا لري او کله چې دقیق او کره معلومات نه وي، نو بیا خلک آوازو او ډڼډورو ته مخه کوي. له دې امله ډېره مهمه ده چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د کرونا په اړه دقیق اوکره معلومات سره شریک کړي او په دې برخه کې اجازه ورنه کړي چې معلوماتي تشه رامنځ ته شي او دا تشه بیا بې بنسټه معلومات او آوازې ډکه کړي.
دویم، دعامي پوهاوي په برخه کې باید د سیمې او نړۍ هېوادونه له یو بل سره خپلې بریالۍ تجربې شریکې کړي، کوم پيغامونه ډېر اغېزناک دي او خلک ورته غوږ نیسي. که څه هم په دې برخه کې هرهېواد او هرملت خپلې خپلې ځانګړنې لري او د روغتیایي پیغامونو په برابرولواو خپرولو کې باید دا ځانګړنې په پام کې ونیول شي، خو له دې سره سره باید د سیمې او نړۍ هېوادونه د عامه پوهاوي په برخه کې خپلې تجربې او لاسته راوړنې سره شریکې کړي.
درېم، د درملنې په برخه کې د سیمې او نړۍ هېوادونو تر منځ دهمکارۍ او همغږۍ اړتیا ده. په دې برخه کې همکاري دوه اړخونه لري: لومړی په اوسني حالت کې چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ درمل نشته، څنګه په روغتونونو او یا هم کورونو کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو درملنه کېږي او دویم خورا مهم اړخ یې دا دی چې باید د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د درملنې لپاره بریالی درمل جوړشي. په دې اړه باید د سیمې او نړۍ هېوادونو علمي او څېړنیز مرکزونه سره همکاري او همغږي زیاته کړي. اوس داسې وخت دی چې علمي رازونه باید پټ و نه ساتل شي، بلکې سره شریک شي او د درملو د جوړولو بهیرګړندی شي. هېڅوک دې دا کوښښ نه کوي چې د دغه ویاړ د ترلاسه کولو لپاره له همکارۍ او همغږۍ اوږه خاله کړي. دا باید د ټولوګډ ویاړ وي.
څلورم. د واکسین جوړولو بهیر هم د سیمې او نړۍ هېوادونو تر منځ همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا لري. ټول باید دا ګډ کار وبولي او په ګډه د کرونا ویروس د واکسینو د موندلو لپاره کار وکړي.
ختم-ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته