کابل باختر د لړم دريمه :
د هېواد د ختيځو ولايتونو د ولايتي شوراګانو رييسانو او استازو نن د پنجشير ولايت ته سفر وکړ .
ويل کيږي چې دغو استازو او رييسانو چې د هېواد د ملي اتل شهيد احمد شاه مسعود پاک روح ته د دعا د کولو لپاره دغه ولايت ته سفر کړى و؛ د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس له فوق العاده استازې احمد ضيا مسعود سره هم وکتل .
د پنجشير له ولايت څخه د باختر آژانس د سيمه ئيز خبريال د خبر له مخې:
دغو استازو چې د خوست، پکتيا، نورستان، قندهار او د لغمان له ولايتونو او له څو نورو ولايتونو څخه دي؛ په ملي وحدت باندې ټينګار وکړ او ويې ويل چې زياتره ګاونډي هېوادونه غواړي چې د افغانانو ترمنځ قومي نفاق او قوم پرستۍ ته لمن ووهي؛ خو زموږ خلک بايد هوښيار و اوسي چې موږ ټول افغانان يو موټي يو او پرې نږدو چې دښمنان په موږ بريالي شي .
د پنجشير ولايت مرستيال محمد امين صديقي او د دغه ولايت دولتي چارواکو، امنيتي مسوولينو او قومي مخورو هم په دې زيات ټينګار کاوه چې په دولتي بنسټونوکې دې د قوم پالنې مسئلې ته لمن ونه وهل شي .
احمد ضيا مسعود وويل چې پنجشيرته د دغه استازو سفر د افغانستان د بېلابېلو قومونو ترمنځ د يو والي او پيوستون څرګندوى دى .
0 1 دقیقه لوستل