سیاست

محمد کريم خليلي : سوله غوښتوونکې څپې اوليوالتيا بايد دملاتړ وړ وګرځي

کابل باختر دچنګاښ يوولسمه :
داسيا دمرکز او جنوب په چارو کې دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزارت مرستيالې  دسولې دعالي شورا له رييس  سره وکتل .
  دسولې دعالي شورا مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  په دې کتنه کې  دافغانستان دسولې دبهير دڅرنګوالي  او له دغه بهير سره  دنړيوالې ټولنې  دهمکارى داړتيا په باب خبرې وشوې .
داسيادمرکز او جنوب  په چارو کې دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزارت مرستيالې  ميرمن الس ولز په افغانستان کې ددايمي سولې  او ټيکاو دټينګښت  اړتيا ته داشارې په ترڅ کې  په دې برخه کې دخپل هېواد دهمکاريو په دوام باندې ټينګار وکړ او هيله يې وکړه چې افغانستان به کورنيو او نړيوالو  مساعدو شرايطو ته په پاملرنې  سره په سولې برلاسى  شي .
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت مرستيالې  څرګنده کړه چې هېوادبه يې په ټولو پړاونوکې دافغانستان تر څنګ ودريږي او  دنيکمرغه  کوچني اختر په ورځو کې دښکيلو  لورو ترمنځ دلنډ مهال اوربند دټينګښت له امله خوښي څرګنده کړه او داکار يې دايمي سولې ته دافغانستان درسيدو په لاره کې  يوګام وباله .
   دامريکا  دبهرنيو چارو وزارت مرستيالې  دسولې دپروګرامونو د پرمخ بيولو په لاره کې  دافغانستان ددولت او  دسولې دعالي شورا  هڅې له هيلو ډکې وبللې او له دغو هڅو  سره يې دخپل هېواد په ملاتړ باندې ټينګار وکړ .
دسولې دعالي شورا رييس محمد کريم خليلي په ټولو برخو په تيره بيا دافغانستان په مشرتابه  او مالکيت دسولې له بهير سره  ددغه هېواد په ملاتړ کې له افغانستان سره دامريکا دمتحده ايالاتو دهمکاريو له امله مننه او قدرداني وکړه ،.  دسولې  دعالي شورا رييس دسولې دبهير ځينو فرصتونو او ننګونو ته اشاره وکړه  او هيله يې وکړه چې نړيواله  ټولنه په تيره بيا  دامريکا متحده ايالات دننګونو  دحل کولو او  دفرصتونو دبرابرولو  په برخه کې  له افغانستان سره همکاري وکړي .
ده دغه راز هغو هڅوته اشاره وکړه چې په دې وروستيو  وختو کې سولې ته درسيدو په لاره کې  هيلې پياوړې کوي .
دسولې دعالي شورا رييس څرګنده کړه چې دنيکمرغه  کوچني اختر د ورځواوربند وښودله چې دافغانستان  خلک په ډير لنډ ممکن وخت کې  سولې  ته درسيدو او دجګړې او وينې توييدو د بنديدو ليوال دي 
ده خوشبيني  څرګنده کړه چې دافغانستان دخلکو ترمنځ د سوله غوښتنې  له هيلو ډکې څپې  راټوګيدلې  دي چې دهرې ورځې  په تيريدو سره به لازياتې  پراخې او پياوړي شي .
دسولې دعالي شورا رييس ټينګار وکړ چې دغه سوله  غوښتونکي څپې  او علاقمندي  بايددملاتړ وړوګرځي .
  ختم-٠ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته