سیاست

د پکتيا ولسونو د يو رسنيز کنفرانس په جوړولو سره د سولې له بهيرسره ملاتړ اعلام کړ

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٣٠  :
د کنفرانس ګډونوالو ولايتي شورا استازو ، قومي مخورو، مدني فعالانو په ګډه له جمهور رييس محمداشرف غني او د حزب اسلامي له مشر انجنير ګلبدين حکمتيار سولې ته د رسېدو له هڅو سره ملاتړ څرګند کړ.
د ځوانانو په پارلمان کې د پکتيا ځوان استازي ډاکتر شفيق الله سحر وويل د کنفرانس اصلي موخه دا ده چې د جمهور رييس او د حزب اسلامي مشر د يوولسو (۱۱) مياشتو د سولې دبهير ملاتړ او له جمهور رييس مو غوښتنه دا ده چې هغه کړۍ که په نظام کې د ننه او يا د باندې وي ولس ته په ګوته کړي چې یاده لړۍ يې له خنډ سره مخ کړې ده، ده زياته کړه هغه ډلې د يادې پروسې مخالف دي چې شخصي ګټې يې په خطر کې دي .
د ولایتي شورا مرستيال جنت خان څمکني وويل دسولې ټينګښت د پکتيا د لوی او واړه هيله ده ده وويل جمهور رييس او د حزب اسلامي د سولې په اړه کوم قدم پورته کړی د پکتيا ولسونه يې ملاتړي دي.
ورپسې د ولایتي شورا منشي محمد رحمن قادري د اوسني حکومت له مشرتابه د سولې په پار له جوړې شوې طرحې خوښي وښوده او له جمهور رييس يې وغوښتل چې د سولې پر وړاندې خنډونه دې ولس ته په ګوته کړي او ده هيله وښوده چې د دې پروسې په بشپړېدو سره نورې مخالفې ډلې هم له حکومت سره یو ځای شي .
مدني فعال ډاکتر محمد نعيم احمدز ي له دې بهيره بشپړ ملاتړ اعلام کړ او ویې غوښتل چې ډير ژر دې له طالبانو سره هم د سولې په اړه خبرې اترې پيل شي
يو تن قومي مشر وويل موږ د سر او ځان په قهربانۍ سره د سولې ملاتړي یو او يوازنۍ هيله مو سوله ده چې نور د سولې په غېږ کې په ارمتيا سره ژوند تېر کړو. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته