امنیت

په هرات کې اته تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول

کابل / د زمري ٥مه / باختر
د هرات پولیسو پرون په دغه ولایت کې ٨ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول.
د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د هرات پولیسو دغه کسان د بېلابېلو قضيو ( د لېږدوونکو وسایطو د غلا، د غیر قانوني جنګي وسایلو د ساتنې او د څارویو د غلا) په اړوند د هرات ښار په څلورمې او پنځمې ناحيو او د دغه ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې ونیول.
هغه زیاته کړه چې له نیول شویو کسانو څخه یوه تومانچه، دوه موټر، یو موټرسایکل او څلور غلا شوي څاروي ترلاسه شوي دي.
پاى / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته