امنیت

په فراه کې په ملکي وګړود طالبانود بريدونو طرحه ناکامه شوه

 کابل/ باختر/ دغبرګولي  دمياشتې١٦نيټۀ :
د اختر په ورځو کې په ملګي وګړو د وسله والو طالبانوله خوا د بريدونو طرحه    ناکامه شوه.
د فراه ولايت د امنيي قوماندانۍ وياند محب ا لله محب باخترآژانس ته وويل ؛            امنيتي ځواکونو درې ماينونه چې د وسله والو طالبانو له خوا دملګي وګړود وژنې په خاطرد ښارپه ګڼ ميشتو سيمو کې ځاى پرځاى کړاى شوي و پرون د پوليسو له خوا کشف اوشنډ کړاى شول.
ده وويل ؛ دغه ماينونه په هغو ګڼ ميشتو سيمو کې ځاى پرځاى کړاى شوي و چې دولتي مسوولان له هغه ځايونو څخه  تيريدل .
ده وويل ؛  پوليس او نورامنيتي بنسټونه د خلکو د امنيت دتامينولو په خاطرپه  دندو بوخت دي او د ډاراچوونکو دهر حرکت ځواب ته چمتو دي.
پاى  ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته