امنیت

په فارياب کې د يوولسو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل باختر د مرغومي څوارلسمه : يوولس تنه وسله وال طالبان پرون دفارياب ولايت په مربوطاتو کې ووژل شول . د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دفارياب ولايت د قيصار او ګرزيوان د ولسواليو په مربوطاتو کې ووژل شول . ده زياته کړه چې په دغو پېښوکې اووه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د دښمن دوه کلک سنګرونه هم ويجاړ او دړې وړې شوي دي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته