سیاستخبرونه

د ارشاد حج او اوقافو وزیر له دیني عالمانو سره وکتل

 کابل/ د وری ۶مه/باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث نورمحمد “ثاقب” او ورسره مل پلاوي د نیمروز له دیني عالمانو او د جوماتونو له خطیبانو سره وکتل.

ښاغلي ثاقب په دې کتنه کې وویل چې په تېرو وختونو کې دیني عالمان یوازې تر جوماتونو محدود شوي وو او زیاته یې کړه چې دیني عالمانو په خپلې وړتیا سره دا څرګنده کړه، چې د چارو د ترسره کولو او مدیریت وړتیا هم لري. هغه یاد ولایت د سفر موخه د عالمانو ستونزو ته رسیده ګي وبلله.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته