ټولنه

په هرات کې د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون پرانستل شو

٤٢- کابل / ليندۍ ٢٢مه / باختر
په هرات کې د (فرداي روشن ) په نامه د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون نن پرانستل شو.
دغه نندارتون د دي ار اس مرستندوي بنسټ د هرات د ښځو چارو د رياست په همکارى د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د بندولو د کمپاين په خاطر جوړ کړى دى.
د هرات والي سيد عبدالوحيد زاهد قتالي د دغه نندارتون د جوړولو په خاطر په هرکلي سره له خلکو وغوښتل چې د ښځو د محصولاتو او توليداتو په پېرودلو سره د ښځو له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي .
د هرات د ښځو د چارو رييسې سروري د دغه نندارتون د جوړولو هدف د ښځواقتصادي وده، د بازار موندل او د ښځو د لاسي صنايعو معرفي کول وبلل.
په هرات کې سوداګرې ښځې وايي چې د نندارتون د وخت کمښت د دې سبب کېږي چې زياتره مشتريان خپل محصولات له لاسه ورکړي .
هغوى له مسوولينو د نندارتون د مودې د زياتوالي او يا د دايمي نندارتون د جوړولو غوښتنه وکړه .
دغه نندارتون په شلوغرفو کې د ښځو لاسي صنايعومحصولات نندارې ته وړاندې شوي دي او د درېو ورځو لپاره به پرانتسې وي .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته