خبرونهاقتصادټولنه

پروان کې د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې 

کابل، د غوايی ۲۵ مه، باختر

د پروان ځايي مسوولینو د یاد ولایت په خلازيي سیمه کې د ۶ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه کلیوالي سړک د کانکرېټ کولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

د پروان مرستیال والي مفتي محمد ادریس انوري د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د یاد ولایت په خلازيي سیمه کې د سیمې اوسېدونکو او سوداګرو په مالي ملاتړ د ۶ میلیونو افغانیو په لګښت د ۶۳۰ مترو په اوږدوالي د یوه کلیوالي سړک د پخولو چارې پيل شوي او په نږدې ورځو کې به یې چارې بشپړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې د رغولو او بیارغولو چارې پیل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته