سیاست

د انتخاباتو کمېسيون د کارکوونکو نه بلدتيا په قندهارکې د راى ورکولو بهير د کمزورتيا او پڅوالي اصلي علت

کابل/ د تلې ۶ مه / باختر
د راى ورکولو په يوشمېر مرکزونوکې د انتخاباتو کمېسيون د کارکوونکو نه بلدتيا  د راى ورکولو بهير له  کمزورتيا او ډب سره مخ کړى دى.
رايه ورکوونکي د انتخاباتو پر کميسيون په نيوکي سره وايي، دې ته اړ دي چې د راى ورکولو په بهيرکې د کمزورتيا او ډب په دليل په ساعتونو ساعتونو سترګې په لاره وي.
د قندهار يوه اوسيدونکي کريم باختر آژانس ته وويل: د کمېسيون زياترو کارکوونکو زده کړه نه ده کړې او د يوه رايه ورکوونکي کار له لسو دقيقو څخه ترشلو دقيقو پورې وخت نيسي.
په قندهارکې د پوليسو مامور فواد چې د راى ورکولو لپاره په ښارکې د صوفي صاحب نجونو ليسې د راى ورکولو مرکز ته ورغلى و؛ وويل چې د کمېسيون کارکوونکي له خپل کار سره بلد نه دي او د هر راى ورکوونکي د راى ورکولو وخت تر شلو دقيقو پورې هم اوږديږي.
د قندهار د انتخاباتو کمېسيون يوه مسوول د راى ورکولو په ځينو مرکزونوکې د کمېسيون د يوشمېر کارکوونکو نه بلدتيا مني او وايي چې دغه ستونزه دومره نه ده   چې د راى ورکولو پر بهير اغېزه وکړي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته