کابل باختر د زمري د مياشتې ٣ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تير ماښام د عالمانو د سراسري شورا له غړو، د اهل تشیع یو شمېر عالمانو او لوړ پوړو دولتي مقاماتو سره په کتنه کې په کابل ښار کې دپروني تروریستي برید له امله لاریون کوونکو شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د سالمې روغتیا دعا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس غني د دغه تروریستي برید د سخت غندلو پرمهال یو ځل بیا د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ووایه.
د هېواد جمهور رئیس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د شهیدانو د تکفین او تدفین په موخه دې د هغوی کورنیو سره همکاري وکړي او همدارنګه دې د یادې پېښې د ټپیانو د سالمې درملنې لپاره له ټولو امکاناتوڅخه کار واخیستل شي.
محمد اشرف غني امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د کابل، په تيره بياد کابل د لویدیځ سیمې، جوماتونو، تکایاو او په ځانګړي ډول د لاریون کوونکو د امنیت تامین ته دې پام وکړي.
جمهور رئیس وویل، داعشیان چې د پروني تروریستي برید مسوولیت یې منلی دی، له هیڅ جنایت څخه مخ نه اړوي او تل د وحشت د خورولو او د خلکو د وژلو په فکر کې دي. هغه په ټینګار وویل، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به له دوی څخه د پرونيو قربانیانو غچ واخلي.
جمهور رئیس غني دپروني تروریستي پېښې د څېړنې په موخه د لوی څارنوال په مشرۍ د ملي دولتي او غیر دولتي شخصیتونو ګډ پلاوي ته د دقیقو او هر اړخیزو څېړنو دنده وسپارله. هغه ټینګار وکړ چې په دې تروریستي پېښه کې ښکېلو کسانو ته به قانوني سزا ورکړى شي.
0 1 دقیقه لوستل