امنیت

دبلخ ماشومان سوله غواړي.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦

دبلخ ولايت ماشومانو په يوه غونډه کې له طالبانو څخه وغوښتل چې دافغانستان له حکومت سره يوځاى شي چې دجګړو او نا امنيو ټغر له افغانستان څخه ټول کړى شي.

دغه ماشومان ددغه ولايت دسولې دعالي شورا دودانۍ په وړاندې راټول شول او موږ سوله غواړو ، جګړه بس ده او د ښوونځيو دروازې پرانيزي شعارونه يې ورکول.

دبلخ ولايت دسولې دعالي شورا رييس بازمحمد غريب يار هم د ماشومانو غوښتنې تکرارې کړې او ويې ويل ماشومان چې ددغه هيواد راتلوونکى جوړونکي دي بايد په آرامۍ کې زده کړه وکړي .

غريب يار زياته کړه په بلخ کې دسولې د ادارې دجوړيدو له وخت څخه څه ناڅه درې سوه ديرش تنه طالبان له خپلو وسلو سره دسولې له بهير سره يوځاى شوي دي.

ده دغه راز وويل اوس زياتره دغه کسان دسيمه ييزو پوليسو په ليکو کې جذب شوې دي او له امنيتي ځواکونو سره همکاري کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته