امنیت

په هلمند کې د طالبانواو القاعده د ډلو شپاړلس غړي ووژل شول

کابل /د سلواغې ٢٨مه /باختر
په هلمند کې د القاعده د شبکې او طالبانو د ډلې په گډه قرارګاه هوايي بريد کې د دغو دوو ډلو ١٦ غړي ووژل شول .
د رارسېدلو خبرونوله مخې ؛ د طالبانو او القاعده غړي د ناوې ولسوالۍ د دراب په کلي کې په دغه قرارګاه کې پر افغان ځواکونو د يو لړ بريدونو په طرحه کولوبوخت و چې د هېواد د هوايي ځواکونوله خوا پرې بريد وشو .
د هېواد په جنوب لويديځ کې د ميوند قول اردو يو جګپوړى مقام په هلمند کې د القاعده او طالبانو په ګډې قرارګاه د هېواد د هوايي ځواکونو مرګانى بريد تاييد کړ.
هغه وويل چې د القاعده شبکه او د طالبانو ډله له يوبل سره په همکارۍ په هلمند کې د يو لړ ډار اچوونکو بريدونو په طرحه کولوبوخت و چې د هوايي ځواکونوله خوا پرې بريد وشو.
دغه جګپوړي پوځي مقام وايي چې په دې هوايي بريد کې د هند د ټآپو وزمې لپاره د القاعده د شبکې ٨ غړي او د طالبانو د ډلې ٨ غړي ووژل شول.
په وژل شويو کسانو کې د القاعده اوطالبانو٤ قوماندانان هم شامل دي .
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له امريکا سره د موافقه ليک د لاسليک کولو وروسته ژمنه وکړه چې د القاعده په ګډون له ډار اچوونکو ډلو سره خپل پيوند له منځه وړى.
د افغانستان د حکومت مقاماتو په وار وار ويلي دي چې طالبان له نړيوالو ډار اچوونکو ډلو سره پيوند لري .
هغوى هغو سندونوته په اشارې سره چې د هېواد په جنوب ختيځ کې په وروستيو مياشتوکې له وژل شويو ډار اچوونکو څخه ترلاسه کړي دي وايي چې طالبآن د القاعده او د لښکر طيبه په ګډون له ډآر اچوونکو ډلو سره په افغانستان کې په خونړيو تروريستي فعاليتونو بوخت دي.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي . ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته