امنیت

پوليسو دذبيح زينت دوژنې دعاملينو دنيولو لپاره هلې ځلې پيل کړي دي

کابل / دتلي ٢٥مه / باختر :
دکورنيو چارو وزارت وياند وايي چې دکابل دپغمان ولسوالۍ دارغندې په ساحه کې ديو ځوان د وژل کېدو په اړوند  پوليسو پراخ عمليات پيل کړي دي .
ناپيژاندو وسله والو کسانو  پرون ماښام يو ځوان  چې دماليې وزارت کار کوونکې  و ،له موټر سره يې وتښتاوه  او دارغندې دغره په ساحه کې يې دغه ځوان له موټرسره يې  وسوځاوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دکورنيو چارو وزارت  دوياند ددفتر سرپرست نصرت رحيمي په دې باب وويل  چې دغه ځوان ذبيح زينت نومېده او دماليې وزارت کارکوونکى و .
ناپيژاندووسله والو کسانو هغه دارغندې په ساحه کې له موټرسره يې وتښتاوه اودارغندې غره ته څېرمه له موټر سره يې وسوځاوه .
رحيمي زياته کړه: پوليس هلې ځلې کوي چې ددغه جنايت عاملين ونيسي .
  ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته