کابل باختر دلړم شپاړسمه
دکورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي چې دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې پنځلس تنه ياغي طالبان و وژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژنس ته خبر ورکړ دپوليسو ځواکونو د ډار اچوونکو دځپلو په خاطر دکاپيسا ، قندهار ، زابل ، ارزګان ، ميدان وردکو ، لوګر ، غزني او دخوست دولايتونو په مربوطاتو کې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې پنځلس تنه ياغي طالبان و وژل شول پنځه تنه تپيان شول او يوولس تنه نور يې ونيول شول .
دغه راز ددغو عملياتو په بهير کې ددښمن دوه ميله پيکا ، څلور ميله ډول ډول وسلې ، يوزرو اووه سوه کېلوګرامه امونيم نايتريت چې دبمونو په جوړولو کې کارول کېږي ددرندو وسلواته ديرش ګولۍ ، څلور ماينونه او يوه اندازه نورجنګي وسايل دوه موټرونه او دوه موټرسايکلونه هم ترلاسه شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل