امنیت

په کندز کې له طالبانو څخه دشپږو کليو بيرته نيول .

کابل باختر د زمري  اتمه :
په کندز ولايت کې شپږ  کلي بيا دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلل .
  پوځي مقامات وايي چې دغه کلي  يې تيرماښام دخان اباد ولسوالۍ  کې له  پوځي عملياتو  وروسته دوسله والو طالبانو په ډلې پورې د اړوندو کسانو له منګولو څخه نيولي دي او هلې ځلې کوي چې هغه نور کلي  هم بيرته ونيسي چې ديرغلګرو تر کنترول لاندې دي .
درې ورځې مخکې وسله والو  طالبانو په پراخ بريد سره دکندز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې څه ناڅه اتيا کلي لاندې کړي و .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ  وياند دباختراژانس خبريال ته وويل  چې پوځيانو ترماښام دعملياتوپه ترسره کولو سره دخان اباد ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  زيات پرمختګ کړى دى .
  ده وويل دغو پوځيانو تراوسه پورې په خان ابادولسوالۍ  کې اته کلي   دطالبانو له کنترول  څخه خلاص کړي دي او دغه راز خپل پرمختګ  ته دوام ورکوي .
  حسيني وايي  چې په دغو عملياتو کې وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى خو کره شمير يې  څرګند نه دى .
ويل کيږي چې په دغو عملياتو کې تراوسه پورې  پوځيانو او دسيمې  اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته