سیاست

د افغانستان د جلالتمآب جمهور رئیس د غمشریکۍپیغام

کابل – باخترد مرغومي دمياشتې ٢٠
  په خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د هېواد وتلی ممثل مهرعلي وطندوست وفات شو.
ارواښاد وطندوست په خپل څو شپېته کلن ژوند کې د شعر او شاعرۍ او تمثیل له لارې د هېواد ادب او هنر ته دپام وړ خدمتونه وکړل او اوږده کلونه په نوي کور نوي ژوند ډرامه کې د ” ناظر“ په رول کې ولوبېده او خلکو ته یې د سوله ییز او انساني ژوند يوشمير پیغامونه په هنري انداز ورسول او همدارنګه یې د پښتو موسیقۍ د وتلو سندرغاړو لپاره بېلابېلې خوږې سندرې ولیکلې. د هغه مړینه یوه ضایعه ده
د وطندوست د مړینې په مناسبت د ده کورنۍ، دوستانو او د ادب او هنر مینه والو ته تسلیت وایم او له خدای تعالی څخه ورته جنتونه غواړم.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته