امنیت

څلور وسله وال طالبان په ننګرهارکې ونيول شول

کابل/ باختر/ د وږي ٢١مه
د کومانډو پوځيانو پرون په ننګرهارکې څلور وسله وال طالبان ونيول.
د ځانګړو عملياتو د قول اردو مطبوعاتي مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتوکې د کوماندويانو په عملياتوکې ونيول شول.
هغه زياته کړه چې له نيول شويوکسانو څخه ٨ وسلې، ٣١ کيلوګرامه اپين ډوله نشه يي توکي، يو موټرسايکل او څو جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
ختم- شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته