امنیت

په هرات کې وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان واوښت

-کابل باختر د تلې اووه ويشتمه :
څه ناڅه پنځلسو تنو  وسله والو طالبانو ته  دهرات ولايت  دشينډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې  له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې  مرګ ژوبله واوښته .
  دغه جګړه  تيره شپه  له هغه وروسته  رامنځته شوه چې په لسګونو تنو وسله والو طالبانو ددولتي تاسيساتو  د نيولو په موخه  په بريد لاس پورې کړ  چې په خپل وخت  د کوماندو  دځواکونو او دنورو  وسله والو ځواکونو په رسيدو سره  وسله والو طالبانو ته دسردروندز يان  اوتاوان واوښت .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل  په دې نښته کې  چې  دچشمه  او قلعه پسر  په سيمه کې  رامنحته شول  نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
  دشيندنډ په ولسوالۍ کې ميشت  اطلاعاتي ځواکونه تاييدوي  چې دفراه ولايت يوشمير  جګړه ماران هم  له نورو تروريستانو سره دمرستې په موخه دشينډنډ ولسوالۍ ته  رسيدلي دي .
په وژل شويو طالبانو کې  اووه تنه دفراه ولايت اوسيدونکي او دوه تنه دشينډنډ ولسوالۍ اوسيدونکي شامل دي .
دفراه ولايت د سرې قطعې قوماندن ملاعبدالباري هم په دې نښته کې  سخت ټپى شوى دى .
داپه داسې حال کې ده چې نن سهار هم  هغه پنځه ماينونه چې دوسله والو طالبانو له خوا دقلعه پسر  په ساحو کې  ځاى پرځاى کړى شوي و  دملي اردو دځواکونو په عملياتو کې کشف او شنډ کړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته