کابل باختر د کب دمياشتې ١٤ :
پنځه ويشت تنه وسله وال ډاراچوونکي په محاربوي عملياتوکې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د شفق _٢په نامه محاربوي عمليات چې د زابل ولايت د ارغنداب ولسوالۍ د ملک خيلو د کلي په مربوطاتوکې د کوماندو د خاصې قطعې له خواترسره شول؛ له امله يې اوولس تنه دښمنان ووژل شول او د (ډي سي) توپ د دوو ګوليو د لګيدو له امله دوه تنه ټپيان شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ