ټولنه

سرې مياشتې په پروان او غور کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وکړه

کابل / د وږي ٢٥مه / باختر د سرې مياشتې عالي ټولنې په پروان او غور کې له سلګونو اړو کورنيو سره مرسته وکړه. په دغو مرستو کې شړۍ، ترپال، خيمې او د پخلنځي وسايل شته. د سرې مياشتې د عالي ټولنې د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې دوره کې له څه دپاسه ٣٠٠ کورنيو سره مرسته کړې ده. دغه کورنۍ د جګړو، سېلاوونو او د کرونا ويروس د خپرېدو له امله زيانمنې شوې دي. ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته