امنیت

د ځمکې د ښويدنې له امله دوه تنه ووژل شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٢
د فارياب ولايت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د ځمکې د ښويدنې له امله پرون دوه تنه ځوانان ووژل شول.
د پښتونکوټ ولسوال عبدالقدير قادري باختر آژانس ته وويل چې دغه پيښه د دغې ولسوالۍ د خشت پل په سيمه کې رامنځته شوه .
قادري زياته کړه: دغه کسان له غره څخه د شګو په ايستلو بوخت وو چې ځمکه وښويده او دواړه يې ووژل.
د سيمې يو تن اوسيدونکى وايي: دغه ځوانان د مجبوريت له امله خپلوکورنيو ته د يوې مړۍ ډوډۍ د ترلاسه کولو په خاطر دغه کارکاوه او اوس د هغوى کورنۍ د هغو د ښخولو د مراسمو لګښت هم نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته