امنیت

د افغانستان په جنوب کې د طالبانو په ډله ييز بريدکې د ملي اردو د لسګونو تنو پوځيانو شهادت

قندهار باختر د زمري دمياشتې  ٤  :
د ملي اردو په لسګونو تنه سرتيري په قندهار ولايت کې د طالبانو په ډله ييز بريد کې شهيدان شول.
د را رسيدلوخبرونوله مخې:
په سلګونو تنو وسله والو يرغلګرو تېره شپه دقندهار ولايت د خاکريز ولسوالۍ په  کرزايي کلي کې د ملي اردو د سرتيرو په پوې سترې اډې بريد وکړ.
په داسې حال کې چې د يرغلګرو او پوځيانو ترمنځ جګړه هماغه شان دوام لري، ويل کيږي چې د طالبانوپه دې بريدکې تر اوسه پورې د ملي اردو کابو ٥٠ تنه پوځيان شهيدان شوي دي.
د افغانستان په جنوب کې دملي اردو يو جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل چې وسله والوطالبانو له څو استقامتونو څخه په دغې پوځي اډې بريدونه کړي دي.
ده له طالبانو سره په دې اډه کې د ځينو پوځيانو همکاري رد نه کړ او ويې ويل  چې دغه پيښه به په هر اړخيزه توګه وڅيړل شي.
ده تائيد کړه چې دطالبانو په دې بريدکې کابو پنځوس تنه پوځيان شهيدان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال محمد رادمنش هم له بي بي سي په خبروکې د طالبانو دغه مرګانى  بريد تائيد کړ او ويې ويل چې کومکي ځواکونه له څو استقامتونوڅخه خاکريز ولسوالۍ ته استول شوي دي او جګړې لا تر اوسه  پورې   هم دوام لري .
  په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې يرغلګر په دې بريالي شوي دي چې دغې اډې ته ننوځي.            

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته