امنیت

د طالبانو له خوا ښخ کړاى شوى ماين شنډکړاى شو

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ١٠ :
امنيتي ځواکونو د طالبانوله خوا په دايکنډي ولايت کې يو ښخ کړاى شوى ماين کشف او شنډکړ.
د دايکنډي و لايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر درمحمد حسيني د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه ماين دملي پوليسو دځواکونوله خوا په ګجران ولسوالۍ کې کشف او شنډکړاى شو  .
دغه ماين د وسله والو  طالبانوله خوا د ګجران ولسوالۍ په يو بازارکې دامنيتي ځواکونو دتګ راتګ په تګلوري کې ځاى پرځاى کړاى شوى و چې دملي پوليسو د ځواکونوله خوا کشف اوشنډ کړاى شو او د طالبانو پلان په اوبو لاهو شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته