اقتصاد

د مالیې وزیر د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له مسوولینو سره وکتل

کابل_باختر د کب د مياشتې١٧مه
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، پرون د خپل کار په دفترکې د امریکا د متحده ایالاتو، جرمني، ناروې، انګلستان، جاپان، اروپایې ټولنې او د امریکا د نړیوالې پراختیایې ادارې له سفیرانو او استازو سره چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس نجیب الله احمدزي او د ټاکنو د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون رئیس عبدالعزیز اریایې هم حضور درلود، وکتل.
د ماليې وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د پارلماني ټاکنو لپاره د حکومت پر چمتو والي، د ټاکنو په مالي سرچینو، د ټاکنو د تمویل پر پروسې او یو شمېر نورو مسایلو هر اړخیزې خبرې وشوې.
افغان حکومت ژمن دی چې د ټاکنو د بودیجې لپاره دقیق او شفاف میکانیزم جوړ او په ټاکنوکې لګښت را کم او اغیزمنتیا يې ډیره کړي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته