امنیت

پنځه وسله وال طالبان ووژل شول او نهه تنه نور ونيول شول .

افغان امنيتي ځواکونو د هيواد په ځينو ولايتونوکې پرون په څو عملياتو کې پنځه تنه  وسله وال طالبان  وژلى او نهه تنه نور يې  نيولي دي .  

 دباختر اطلاعاتي اژانس ته  دکورنيو چارو وزارت  د مطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې ، افغان امنيتي ځواکونو  دغه عمليات  دخوست ،  هلمند ، غزني او زابل  دولايتونو په مربوطاتو کې  ترسره کړي  چې له امله يې  پنځه تنه  وسله وال طالبان  وژلى او نهه تنه نور يې نيولي دي .

 ديادونې وړ ده ، په دغو عملياتو کې  يوه اندازه  جنګي سامان الات او نشه يي توکي هم چې  دوه کلاشينکوفونه  ، دوه پيکاماشينګڼې ، دوى  تومانچې ، يو لاسي بم ،  دوه کيلو ګرامه هيروئين ،  ديرش کيلو ګرامه چرس او يو کيلو ګرام  اپين پکې شامل دي  افغان امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

  له بلې خوا دکابل ملي پوليسو پرون دکابل ښار د پوليسو داتمې امنيتي حوزي  اړوند  د سنګ نوشتي  په دروازه کې  دوسايطو د چک اوکنترول په بهير کې  يو تن  له اتو تومانچو سره چې په يوه سراچه موټرکې يې په ماهرانه ډول  ځاى پرځاى کړي وې او کابل ښار ته يې راليږدولې  نيولى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته