سیاست

تبصره

کابل باختر دسلواغي شپاړسمه
  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي  ديوې مقالې په ليکلو سره چې دبي بي سي  په پښتو ويب سايت کې  خپره شوه په هيواد کې دسياسي پرمختياوو څرنګوالي څيړلى دى او دسولې لرليد په باب يې څرګندونې کړي دي او په دې باب يې ټينګار کړى دى چې دغه بهير دې بايد په افغاني مديريت سره او له بهرني لاسوهنې پرته تعقيب شي .
  دباختر اژانس مبصر ليکي: حامدکرزي دغه مقاله دافغانستان ، پاکستان او دبريټانيا دمشرانو ددرې اړخيزې غونډې په درشل کې چې همدا اوس په لندن کې روانه ده ليکلې ده .
په دې غونډه کې په افغانستان کې دسولې بهير او سيمه ئيزې پرمختياوي اوهمکاري څيړل کيږي .
دافغانستان داسلامي  جمهوريت جمهور رييس په خپلې مقاله کې په تيرو ديرشو کلونوکې هغه وخت چې دپخواني شوروي سره پوځ دمنل شويو نړيوالو معيارونو په پام کې نيولو پرته په لنډ پارى سره او له سنجش پرته په افغانستان بريد وکړه  دافغانستان  حالات څيړلي دي او يادونه يې کړې ده چې دافغانستان دخلکو بدمرغي اومصيبت  دهمدغه تيري زيږنده دى او دبهرنيو لاس وهنو او تيريو په قالب کې دوام لري .
په دې موده کې دافغانستان خلکو ډول ډول تيري او لاسوهنې تجربه کړي او دزياتو سياسي لوبو ښکار شول .
سره له دې چې دبهرني تيري پرخلاف جهاد اومبارزه ددغه هيواد دخلکو مسلم حق وو خو دمجاهدينو په برياليتوب سره داسې زمينه برابره شوه چې ددوى برياليتوب او واکمني دخلکو دکړاو او درد سبب شي او دغه راز ديوبل جريان درامنځته کيدو لپاره زمينه مساعده شي .
  حامدکرزي  په دې مقاله کې دطالبانو د ډلې ظهور او پيدايښت  ته اشاره کړې ده چې پيدايښت يې هغه هم په هغه وخت کې چې خلک له جګړې او نا امنيو څخه په تنګ  شوي و دخلکو او دسياسيت والو له هرکلي سره مخامخ شو خو دغه غورځنګ دهغې ژمنې او شعار پرخلاف چې لرل يې دانحراف په لور ګام واخيست او په هيواد کې يې ديوې کورني جګړې لپاره زمينه برابره کړه .
سياسي کارپوهان وايي چې جمهور رييس کرزي په دې مقاله کې داټکۍ په ډاګه کړى دى چې په افغانستان  کې پيچلي پيښې او پرمختياوي له هيواد څخه په بهرکې دطرحه شوي سناريو او دسيسو په چوکاټ کې  رامنځته شوي دي چې ددغه شان لاسوهنو ددوام لپاره زمينه پراخه شي او ګټې غوښتونکي هيوادونه دافغانستان په وړاندې دمشخصو لوبو لاره غوره کړي .
حامدکرزي په دې مقاله کې د ٢٠٠١ کال دسپتمبر دمياشتې له يوولسمې نيټې وروسته بدلونونه څيړلي دي چې دامريکا په څو ښارونو کې دتروريستي بريدونو په تعقيب په افغانستان کې دبهرنيو پوځيانو دشتون لپاره زمينه برابره شوه .
دافغانستان خلکو چې کلونه کلونه په خپل هيواد کې دبهرنيو لاسوهنو له امله درامځته شويو کړاونو او ناخوالو شاهدان وو په دې هيله دبهرنيو ځواکونو او دنړيوالې ټولنې هرکلي وکړ چې دوى به دنړيوال ملاتړ تر چتر لاندې په سولې او سوکالي برلاسي شي خو له بده مرغه افغانستان يو ځل بيا دهغو ګټې غوښتونکو هيوادونو دسياليو  په ډګر بدل شوچې هريويې په دغه هيواد کې دخپلو ستراتيژيکي ګټو په لټه کې و .
دجمهور رييس کرزي دغه خبرې  ددقت وړ دي چې په هيواد کې روانې جګړې اوپيښې دبهرني لاسوهنې زيږنده  دي .  خو دلته دافغانانو رول څه دى ؟  ايا موږ دې ته سترګې په لاره واوسو چې سوله اوثبات بهرني هيوادونه موږ ته په سوغات راوړي ، په داسې حال کې چې هغوى دخپلو ګټو په شاوخوا څرخي او که چيرې خبره دسولې او تفاهم دي هغوى به بيا هم دخپلو ګټو په لټه کې وي نوضروري ده چې په هيواد کې دسولې او خبرو بهير په يو افغاني پروګرام بدل شي او داکار به هغه وخت شوني  دي چې افغانان د عمل نوښت په لاس کې واخلي او دغه بهير له بهرنيو لاس وهنو سره سره په يو پياوړي افغاني جريان بدل کړي چې دافغانانو له خوا يې مديريت شي .
په داسې حال کې چې يو شمير افغاني سياسي جريانونه او آن بهرني هيوادونه په خپلواک او خواره واره ډول په افغانستان کې دسولې لپاره کار کوي داکاربه يوازې دچارو دګډوډي او په پاى کې ددغه بهير دکمزورتيا سبب شي .
دکرزي دغه بلنه کيداي شي  دارزښت وړ وي چې دافغانستان روښانه  راتلونکي يوازې په ملي يو والي او اتفاق کې شونې ده .
دافغانستان دولت دهغو سوله ئيزو هڅو چې رښتينې  او له افغانانو سره دمرستې په مفکورې سره وي ملاتړ کوي خو په دې ټينګار کوي چې دسولې لپاره هلې ځلې دې له يوه محور څخه ترسره شي ځکه په څو وروستيو کلونو کې چې په هيواد کې دسولې دهڅو خبرې وې دتيرايستلو ، ناهمغږي او دسليقوي کار موارد تر سترګو کيږي چې بايد پاى ته ورسول شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته