کابل باختر د مرغومي څلورمه :
په ننګرهار ولايت کې د ماين دچاودنې له امله يو ملکي وګړى ووژل شو او دوه تنه ټپيان شول.
دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د لسو بجو په شاوخواکې د اچين ولسوالۍ په جنجال شګه سيمه کې هغه وخت وشوه چې ملکي وګړي له سيمې څخه د تيريدو په حال کې وو.
د اچين ولسوالۍ يوه سيمه ئيز مسوول باخترآژانس ته وويل چې په دې پيښه کې يو ملکي وګړى ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
ده وسله وال طالبان د دغې پيښې مسوول وبلل او ويې ويل چې امنيتي مامورينو د دغې پيښې د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ