کابل باختر دلړم يو ويشتمه :
په نيمروز ولايت کې دملي پوليسو او دملي امنيت دځواکونو دپرونيو پوځي عملياتو له امله څلور تنه وسله وال طالبان ونيول شول .
دنيمروز ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنګل باغ دباختراژانس خبريال ته وويل: دنيمروز ولايت د دلارام ولسوالۍ دګلستان په کلي کې دملي پوليسو او ملي امنيت په ګډو عملياتوکې څلور تنه وسله وال طالبان ونيول شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهير کې دطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ