کابل باختر دمرغومي دوه ويشتمه : وسله والوطالبانو تېره شپه د فارياب ولايت د خواجه سبز پوش په ولسوالۍ کې د نجونو پر يو ښوونځي بريدکړ او ددغه ښوونځي د کمپيوټر د روزنيز ټولګي ټول کمپيوټرونه يې مات کړل . دفارياب ولايت دخواجه سبز پوش ولسوال عبدالله معصومي باخترآژانس ته وويل: يوه ډله وسله وال طالبان د دووبجو په شاخواکې د دغې ولسوالۍ د نجونو ښوونځي ته ننوتل او د دغې ليسې دکمپيوټر د روزنيز ټولګي دوه ويشت کمپيوټرونه يې وران او له منځه يوړل.
0 د یوې دقیقې څخه لږ