کابل/ د تلې٢٩مه / باختر:
لس وسل وال طالبان په قندهار کې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته په خاکريز ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې له لورې بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل : د ناتو دځواکونو په دغه هوايي بريد کې لس وسله وال طالبان ووژل شول.
ويل کېږي په دغه هوايي بريد کې د وسله والو طالبانو يو مرکز له ټولوجنګي وسايلو سره يې دړې وړې اوله منځه يووړل شو.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي ، دغو پوځيانو اته ماينونه چې وسله والو طالبانو د قندهار په ګڼ مېشتو لارو کې ځاى پرځاى کړي وو، کشف کړل .
ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي . پاى ذ
0 1 دقیقه لوستل