سیاست

جمهورريیس غني د پنځمې ناحیې له اوسېدونکو سره په کتنه کې: ستاسو غوښتنې او وړاندیزونه به په برنامو بدلې او تطبیق شي

کابل/ د مرغومي ٢٤ مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني له کابل ښاریانو سره د ملي بحث پیلولو په لړکې نن له غرمې مخکې د پنځمې ناحیې له اوسېدونکو سره وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په چهارچنار ماڼۍ کې د ملي بحث په لومړۍ غونډه کې د کابل ښار د پنځمې ناحیې  اوسېدونکو د پوهنې، ښځو، ځوانانو، علمای کرامو، ګذر وکیلانو، مشرانو او متنفذینو او د قومونو او اصنافو د  شپږو کمېټو استازو خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهورريیس سره شریک کړل.
د ګذر وکیلانو کمېټې په استازیتوب علي احمد کارګر له جمهورريیس څخه د ملي بحث د دغې لړۍ د پیلولو او د خلکو د ستونزو د اورېدو له امله مننه وکړه او د جمهورريیس په لارښوونه یې د پنځمې امنیتي حوزې د ټول امنیتي پرسونل د تبدیلۍ هرکلی وکړ.
نوموړي په پنځمه ناحیه کې د زورواکو له لوري د تړل شویو واټونو او کوڅو د پرانیستلو، د مافیا او د ځمکو غاصبینو پرضد د قانوني چلند او په دیوان بیګي کې د ۳۰۰ بستریز روغتون د جوړولو دکار پیلولو غوښتنه وکړه.
د علمای کرامو کمېټې په استازیتوب مولوي عبدالمتین د غیر رسمي جوماتونو د رسمي کېدو، د نشه یي توکو او غیر قانوني لوړپوړو ودانیو د مخنیوي، علمای کرامو ته د دولت د پاملرنې او د هغوی د ټولنیز رول د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
د قومونو او اصنافو کمېټې په استازیتوب انجینر سید رحیم ستار وویل، د امنیتي حوزو په مقرریو کې د لاسوهنې د مخنیوي، ترانسپورټ سیستم ته د پاملرنې، د سعادت ښارګوټي د اوبو ویالې ستونزې، د شنې ساحې او ځمکو د غصب د مخنیوي،  د څښاک پاکو اوبو ستونزې د حل او په دې ناحیه کې د ناجایزه جزیرو د له منځه وړلو وړاندیزونه وکړل.
محمد صدیق یقین د پوهنې کمېټې په استازیتوب په دې ناحیه کې یو شمېر ښوونځیو ته د معیاري ودانیو د جوړولو ترڅنګ د ښوونکو د معاشونو زیاتوالي، د ښوونکو د کمبود، د معارف د صحي بیمې د ایجاد، د خصوصي ښوونځیو د مالي ستونزو د حل په اړه خپل وړاندیزونه له جمهورريیس سره شریک کړل. 
د ځوانانو کمېټې په استازیتوب محمود سلطاني خصوصي شرکت ته د کابل ښار د تنظیف سپارلو ترڅنګ د ورزشي سټډیوم جوړولو، د پولیسو حوزې او خلکو ترمنځ د همغږۍ، د تروریستي، پېښو، هدفي وژنو او غلاوو د مخنیوي او له غیر مسوولو وسله والو څخه د وسلو ټولولو په اړه خپل وړاندیزونه وکړل.
د ښځو شورا په استازیتوب ریحانه وردګ د امنیت د لا ښه تامین لپاره د پولیسو د ګزمو، په اداري تشکیلاتو کې د ښځو د ونډې د زیاتوالي، د وزګارتیا د کمولو، د ژورو څاګانو د مخنیوي، د منظم ښاري ټرانسپورټ، ښځو ته د ورزش د ځانګړي ځای جوړولو او د شهیدانو کورنیو  سره د مرستو په اړه خپلې غوښتنې مطرح کړې.
جمهوررئیس له یادو ویناوالو څخه په وضاحت د ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو د شریکولو له امله مننه وکړه او ويې ویل: ستاسو غوښتنې او وړاندیزونه به په برنامو بدلې او تطبیق شي. د دغو کاري  ناستو موخه داده چې له ټولوکابل ښاریانو سره ناحیه په ناحیه وګورم، ځکه بالوسیله لیدنو نتیجه ورنه کړه. 
جمهورريیس غني وویل: حکومت له زورواکانو او غیر مسوولو وسله والو سره په مبارزه کې جدي دی او د اړتیا پرمهال به د دوی پر ضد د قوې د استعمال او عملیاتو دستور ورکړي، ځکه چې د ولس حوصله پایته رسېدلې.
هغه په ټینګار سره وویل: نور به په پنځمه ناحیه کې زورواکان د خلکو د ځورولو لامل نشي.
جمهورريیس وویل: ټولې غصب شوې ځمکې له غاصبانو څخه اخیستل کېږي او د کابل والي ته یې لارښوونه وکړه چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.
هغه زیاته کړه: امنیتي ستونزې باید طبقه بندي او د خلکو د ځورولو، تهدیدولو، وژلو او ټپي کولو د عاملینو د تشخیص لپاره کمېټه ایجاد شي.
د هېواد جمهورريیس د ښځو د امنیت او خوندیتوب په برخه کې، د مشرانو، عالمانو او د ګذر وکیلانو رول مهم وباله او ويې ویل: د پولیسو حوزوکې دې د ښځو د امنیت لپاره خاص دفتر ایجاد شي.
هغه زیاته کړه: د ښځو مشارکت او فعال حضور باید زیات او د دوی مختلف ظرفیتونه تحلیل شي.
جمهورريیس غني په ټینګار سره وویل: دا باید تشخیص شي چې څومره خلک او ولې د وسلې ګرځولو اجازه لري او د وسلو د جواز ورکولو پروسه دې تعلیق شي.
محمداشرف غني دکابل ښاروال ته لارښوونه وکړه چې د ښځو او ماشومانو د پارکونو لپاره ځایونه مشخص کړي او د سیلو ساحه دې د خوشال خان مېنې خلکو پارک ته ځانګړې شي.
جمهورريیس څرګنده کړه: د سعادت ښارګوټي د ویالې ستونزه دې حل او ټولې لوړپوړې ودانۍ دې تفتیش شي. هغه ودانۍ دې چې د لوګي د تصفیه کولو معیاري فلتر یې نه وي لګولي، وتړل شي او که بل ځل یې سرغړونه وکړه، نو د تخریب امر به یې ورکړم.
جمهورريیس غني وویل: د چاپېریال ساتنې واضح پلان دې ترتیب شي او پوهنې وزارت ته لارښوونه ده چې هر ښوونځی په باغ بدل کړي. د کابل ښار د څښاک اوبو او برېښنا ستونزې به په درې کالو کې په اساسي توګه حل شي.
د هېواد جمهورريیس د خپلې وینا په پای کې وویل: د شپږ زره ښوونځیو جوړولو، په ټکنالوژۍ سنبالولو او له انټرنټ سره وصلولو سره به د معارف په برخه کې شته ستونزې په اساسي توګه حل شي.
هغه زیاته کړه: خصوصي ښوونځي باید د کیفیت په اساس عیار او هره میاشت په پنځمه ناحیه کې واضح پرمختګ رامنځته شي.#
پاى/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته