امنیت

پنځه ويشت تنه داعشيان په اچين اونازيانوولسواليو کې ووژل شول

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٢٠ :
د ننګرهارولايت  په مربوطاتو کې  دحمزه ترنامه  لاندې دملي اردو دکوماندو دځواکونو دځانګړو عملياتو په دوام ٢٥ تنه داعشيان ووژل شول.
د ٢٠١سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په تيرو  ٢٤ ساعتو کې  دننګرهار ولايت دنازيانو او اچين ولسواليو په مربوطاتو کې  دکوماندو دځواکونو دهوايي  عملياتو له امله  ٢٥ تنه داعشيان ووژل شول  چې ددوى ددريو تنو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي  او دغه راز ددوى يوه داشکه  او دوه کلاشينکوفونه په عملياتو کې  دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي .بايد وويل شي  چې په دغو عملياتو کې شپږ تنه مشکوک کسان هم نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته